د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې سختې نښتې او تلفات

وسله والو طالبانو له تیرې شپې راهیسې د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ پر مرکز باندې بریدونه پیل کړي دي او دواړو لوریو ته پکې تلفات هم اړول شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمه رحیمي ،خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ پر قرار ګاه باندې پراخه بریدونه ترسره کړي دي چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د نوموړي پر وینا د جګړې شدت د نن ورځې ( لړم ۱۴) تر سهاره پورې جریان درلود او امنیتي ځواکونه په دې وتوانیدل چې برید پر شا وتنبوي او طالبان د سیمې پریښودلو ته اړ کړي.

میرمن رحیمي څرګنده کړه چې په دې نښته کې ،د امنیتي ځواکونو څخه ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یو شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

یوه امنیتي سرچینې چې د خپل نوم له اخیستلو څخه یې ډډه کوله وویل چې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ وه؛  مګر د کومکي ځواکونو له لیږلو وروسته برید پر شا تنبول شوی دی.

نوموړې زیاته کړه چې ددې نښتې په جریان کې ۹ پولیسو او د ملې اردو ۷ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د خوګياڼو ولسوالۍ د پولیسو قومندان د ۵ تنو پولیسو او ۱۳ تنو د ملې اردو له سرتیرو سره یوځای ټپي شوی او د ملې اردو یو سرتیری لادرکه شوی دی او یو شمېر نظامي تجهیزات هم تخریب شوي دي.

سرچینې ټینګار وکړ چې په دې نښته کې ۲۲ تنه وسلوال طالبان هم وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د پرله پسې اړیکو د نیولو سره ،سره د خوګیاڼو ولسوالۍ د جګړې په اړه مالومات روښانه نه کړل.

په عین حال کې،وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ په نقلي مرکز کې یې د امنیتي ځواکونو سره نښته کړي ده چې په پایله کې یې یو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

وسله والو طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه جزئیات څرګند کړي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *