په لغمان کې زده کوونکي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي

په لغمان ولایت کې یو شمیر زده کوونکي په ښوونځو کې د یو شمیر ستونزو څخه سرټکوي ،دغه ډله زده کوونکي وایې د دوې له پاره په یو شمیر ښوونځیو کې د درسې کتابونو کمښت، د مناسب چاپیریال نشتون او یو شمیر نورې ستونزې هغه څه دي چې د دوې  په زده کړو یې منفي اغیز کړی دی .

د لغمان ګڼ زده کوونکي له اړونده چارواکو غواړي څو یې ستونزو ته رسیده ګي وکړئ او ورته د زده کړو یوه مناسبه زمینه برابره کړي ، دغه زده کوونکي وایې که د پوهنې حالات همداسې روان وي نو لرې نه ده چې په لغمان کې به دې پوهنې کیفت له زیاتو ستونزو سره مخ شي .

دلغمان ولایت د پوهنې مسولین هم د زده کوونکو ستونزې په ځای ګڼي او وایې  چې په دې ولایت کې د پوهنې د کیفیت د لوړوالي له پاره هڅې کوي او ډیر ژر به ټولې هغه شته ستونزې چې دامهال د لغمان زده کوونکي ورسره مخ دي د ولایت مقام او د پوهنې وزارت په همکارې  پای ته ورسوي .

د لغمان د پوهنې رییس قاري عبدالله حمیدي له خاروې میانه خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل : مونږ په یو شمیر ښوونځو کې د ودانیو نه شتون  ،د  درسي کتابونو  او د ښوونکو  له کمښت سره مخ یو .

د نوموړي د معلوماتو له مځې   په ټول لغمان کې ۲۹۹ ښوونځي شتون لري ، چې  له جملې یې ۲۴ ښځینه  ابتدایه ، ۱۲ ښځینه  متوسطې ، ۴۲  ښځیینه لیسې  او ۹۵ نارینه ابتدایې  ، ۶۱ نارینه  متوسطې او ۵۵ لیسې موجودې دي ، له همدې ډلې یې ۱۵ خصوصي ښوونځي دي .

د لغمان د پوهنې ریس وایې په دې ولایت کې ۱۴۴ ښوونځي ودانۍ نه لري .

د حمیدي په خبره په یادو ښوونځیو کې ټولټال دوه لکه شپږزره اوه سوه یولس تنه زده کوونکي زده کړې کوي له جملې یې  نهه اویا زره اته سوه یو یې ښځینه زده کوونکي دي ، چې د ۵۶۶۴ ښوونکو له لورې ورته زده کړې ورکول کیږي .

پوهان وایې که چیرته د زده کړې له پاره مناسب چاپیریال او درسي مواد موجود نه وي ښه زده کړه نه ترسره کیږي .

که څه  هم په دې ورستیو کې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې په زیاته پیمانه لګښت شوی  خو سره له دې د درسي کتابونو ، مسلکي ښوونکو کمښت او د ښوونځيو له پاره د ودانیو نه شتون هغه ستونزې دي  ، چې په ټول هیواد کې ورڅخه   زده کوونکي زوریږي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *