داعش د مالي برخې درې مسولین نیول شوي دي

په ننګرهار کې د داعش ترهرګرو د مالي برخې درې مسولین نیول شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د بهسودو په ثمرخیلو او جلال اباد ښار قصبې سیمو کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو پرون د لړم په ۱۱مه له غرمې وروسته د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعشیانو مالي برخې درې مسؤلین خاصدار،نیازمین او محمد عباس  ژوندي ونیول .

د مالوماتو له مخې په نیول شوو کسانو کې خاصدار د داعش ډلې  مشر عبدالله خراساني ته د پیسو را ټولو او نوموړي ته د لیږد په برخه کې فعالیت ترسره کولو،چې د همدې امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې تروریستي بریدونه ترسره کول .

په ورته وخت کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په جوکان سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسلو طالبانو د وسلو،مهماتو او چاودیدونکو توکو ډکه ډیپو،یو عراده موټر سایکل او نور توکې لمنځه وړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *