د پکتیکا ولایت نوې ودانۍ د ولسمشر له لورې پرانیستل شوه
د هېواد جمهور ريیس ،محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته په خپل سغر کې د ولایت نوې ودانۍ پرانیستله.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د جمهوري ریاست د خپرپاڼې پر اساس په دغه سغر کې چې نن د ( لړم۱۲مه) ترسره شو د ولسمشر یو دولتي لوړ رتبه پلاوي هم ملتیا کوله.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د پکتیکا د ولایت مقام ودانۍ پرانیستي ده.
دغه ودانۍ د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په معیاري ډول په دوه پوړونو کې جوړه شوي ده.
د خبرپاڼې په نقل ،ښاغلي غني همدارنګه ددې ولایت د ملکي او نظامي مسوولینو او مختلفو اقشارو سره هم لیدنې ترسره کړي دي.