د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال په فاریاب کې له دولت سره یوځای شو

د فاریاب امنیتي چارواکي وایي چې د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ددې ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې له دولت سره یو ځای شوی دی.

د فاریاب د پولیسو د قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې «ملا عبدالحلیم» د خپل لاس د یو میل وسلې سره یو ځای له دولت سره یوځای شوی دی.

د نوموړي په وینا،دغه شخص په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون د رئیس شیخ احسان مرستیال وو.

په همدغه حال کې ،ملا عبدالحلیم وایي، چې په لمړیو کې د جهاد په نوم له طالبانو سره یوځای شوی وو؛ مګر د پاکستاني جنرالانو د اوامرو څخه چې د پلونو ،پلچکونو پر ویجاړیدو همدارنګه د بې ګناه وګړو په وژل کیدو مبني وو تنګ راغلی او له دولت سره یوځای شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *