په فراه کې د یوه نظامي هلیکوپټر سقوط

بیړنی؛ راپورونه رارسیدلي دي چې د فراه ولایت د انار درې په ولسوالۍ کې د ملې اردو اړوند یو هلیکوپټر سقوط کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن د ( لړم ۹مه) د سهار په ۱۰ بجو د اناردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوي ده .

ناتائید شوي راپورونه وایي چې په دې هلیکوپټر کې د فراه د ولایتي شورا رییس او غړي او د فراه ولایت یو شمېر نور دولتي چارواکي موجود وو.

لا تر اوسه ددې پیښې د تلفاتو دقیق شمېر په لاس کې نشته.

وسله والو طالبانو ددې پیښې پړه په غاړه اخیستي او ویلې یې دي چې په هلیکوپټر کې سپاره ټول کسان یې وژلي دي.

نور جزئیات…

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *