د اربعین په نوم غونډه/ د تاریخ لوې راټولیدنه
عاشورا(اربعین) په ورځ د امام حسین (ع) او د هغه د یارانو له شهادت څخه وروسته هرکال د کربلا ځمکه د ۴۰ ورځې(عاشورا) ،د لويې تاریخې راټولیدنې شاهده وي.
په همدې ورځ ،مسلمانان خلک او د امام حسین(ع) عاشقان د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه خپل ځانونه کربلا ته رسوي تر څو یوه لویه، له شوره ډکه او تاریخي غونډه ترسره کړي.
په دې تاریخي راټولیدنه کې د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې ډېره برخه خلکو لرې واټن په پیاده تګ سره وهي تر څو کربلا ته ورسیږي او د اربعین حسیني ( عاشورا ) په ورځ یو له بل سره یوځای شي او د ښکلا انځورونه نندارې ته وړاندې کړي او تاریخ ثبت کړي.
په دغه لوې مارچ کې چې په ټوله نړۍ کې د صفر د میاشتې د لمړیو څخه پیل کیږي،زائرین د عراق خاوري ته د ننوتو له لمړي سر څخه د کربلا په لورې حرکت کوي.
په دې مارچ کې حسیني درک او شور هغه وخت را څرګندیږي چې معلولین،نارینه او زړې ښځې په شور او زوګ سره د کربلا په لوري په حرکت کې وي تر څو په ښه امنیتي مدیریت سره تاریخي او لویې مارچ په لاره واچول شي.
د امام حسین (ع) له شهادت وروسته څلویښتمه ورځ اربعین حسیني ده چې د صفر میاشتې له شلمې نیټې سره سمون خوري.
مشهوره ده چې د کربلا بندیان د( ۶۱ ق) کال د صفر میاشتې په ۲۰ مه نیټه د شام څخه په بیرته ستنیدو کې په کربلا کې د امام حسین (ع) مقبرې ته ورغلي وو.
همدغه راز په همدې ورځ د حضرت محمد (ص) یو صحابه جابر بن عبدالله انصاري د امام حسین(ع) د قبر زیارت ته پلی راغلی دی.
اوس هم د ډېرو کلونو له تیریدو وروسته پلې تګ او د عاشورا مراسیم د نړۍ د شیعه ورورګلوۍ په یو له مهمو او پراخو مراسیمو بدل شوي دي او په بر کې یې په نړۍ کې لوې مذهبي غونډې ترسره کیږي.
په همدې موخه نن د ( لړم ۸ مه) چې د د اربعین حسیني(ع) سره برابره ده د ټولې نړۍ څخه د ۲۰ میلیونه څخه زیات خلک چې له ډلې یې افغانستان،نایجریا،ایران،پاکستان،تاجیکستان،اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو خلکو کربلا ته ورځي او ښکاره کوي چې د مذهبي مراسمو مدیریت کیدای شي چې د میلیونونو خلکو تر مینځ هم تامین شي،د هغه څه برعکس چې د حج په مراسیمو کې په ډېر لګښت سره ترسره کیږي.
باید هیره نه کړای شي چې د حج مراسیم په ډېر لوې لګښت سره په داسې یوه هېواد کې ترسره کیږي چې د پوره امنیت څخه برخمن دی په لوې مشکلاتو کې پاتي شي لکه د منی د پیښې سره چې مخامخ شول او د یو شمېر حاجیانو ژوند یې واخیست.