په فیليپین کې طوفانونو د ۵ میلیونه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی
د فیليپین په شمالي سیمو کې د باد او باران سره یو ځای د طوفان زورورو څپو لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په فیلپین کې د مانګوخت زورور طوفانونه د ځمکې او اوسیدو د کورنو د ورانیدو سبب ګرځیدلي دي او ددې ترڅنګ د دې طوفانونو سره یو ځای سخت باد او باران د ۱۲ تنو ژوند اخیستی دی.
ویل کیږي چې دغه طوفانونه ډېر زیات خطرناک وو او اوس مهال د چین د جنوب په لورې د حرکت په حال کې دي.
په هاوایي کې میشت د طوفان د خبردارې مرکز د راپور پر اساس دغه طوفانونه د ۶ میلیونو څخه د زیاتو خلکو ژوند ګواښي او د سختو بادونو او درنو بارانونو سبب لامل ګرځیدلی دی.
د دې طوفانونو د څپو په پایله کې ۱۵۰ پروازونه ځنډول شوي دي او ددې تر څنګ په بحر کې د لیږد رالیږد عملیات هم بند شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیدل ټاکل شوي وه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به صبا د فیلپین څخه لیدنه وکړې مګر ددې طوفانونو له وجې دغه لیدنه ځنډول شوي ده.