د سوریې په ادلیب ښار کې د ترهګرو په ختمیدو د امریکا ویره

د پنتاګن یوه ویاند اعلان کړی دی چې که چیرته د سوریې فوځ د روسیې په ملاتړ د ادلیب په ښار برید وکړې مسکو به له شک پرته په دغه ښار کې د انساني ناورین مسوول وي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پنتاګون یوه ویاند اریک پاهون روسیې ته خبردارې ورکړی او ویلي یې دي چې د ادلب په ښار کې د ترهګرو وروستی مرکز باندې د روسیې او ایران په ملاتړ د سوریې د فوځ خونړیو بریدونو امریکا اندیښمنه کړي ده.

نوموړي زیاته کړه چې له څه وخت راهیسې بشار اسد د ادلب په ښار کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او د روسیې او ایران هېوادونو هم په دغه ښار کې هوایي بریدونه ترسره کړي دي چې دغه بریدونه انديښمنونکي دي.

د امریکا د دې چارواکي په وینا د مدیترانې په اوبو کې د روسیې د هېواد جنګې بیړۍ هم د تګ راتګ په حال کې دي او دغه بیړۍ باید د ټولو نړیوالو امنیتې قوانینو په پام کې نېولو سره چلند وکړې.

د کارپوهانو په وینا امریکا دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کوي چې پخپله په سوریه کې د ترهګرو له ملاتړو څخه ده او تل یې ددغه هېواد په مختلفو سیمو کې ددې ډلو څخه ملاتړ کړی دی او په اوس وخت کې د سوریې د فوځ په بریدونو باندې په نیوکو کولو سره غواړي چې په ادلب کې د ترهګرو د له مینځه وړلو مخه ونیسي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *