د مسجد النبوي په احاطه کې یو بریدګر ډزې ترسره کړي دي

د عربستان رسنیو ددې هېواد د مدینې منورې د ښار په مسجدالنبوي کې د ډزو د ترسره کېدو د پیښې خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی دی چې تیره ورځ (وږی ۲۴) ماذیګر مهال یو ناپیژانده کس د مدینې منورې په ښار کې د مسجد النبوي په احاطه کې ډزې ترسره کړې.

د راپورونو له مخې ویل کیږي چې هغه کس چې ډزې یې ترسره کړې دي یو ډول روحي ناروغي لري.

په همدې ترتیب سره ددې شخص د ډزو په پایله کې چاته زیان نه دی رسیدلی او بریدګر کس د امنیتې ځواکونو له لورې نیول شوی او د ډېرو څیړنو لپاره اړونده مراجعو ته استول شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *