د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان وژل کېدل

د بادغیس امنیتي چارواکو نن د چهارشنبې په ورځ( وږی ۱۴) د دې ولایت د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د بادغیس د پولیسو ویاند نقیب الله امینې د دې خبر په منلو سره وویل چې د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان اسماعیل خان شکور د یوه تن ساتونکي سره یو ځای د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د بادغیس د پولیسو د ویاند د خبرو پر اساس دغه پیښه تیره ورځ ( وږی ۱۳) د مقر ولسوالۍ په میران زایي سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې اسماعیل خان شکور ددې ولسوالۍ په جنوب کې د امنیتي پوستو د لیدنې لپاره تللی وو.

د بادغیس ولایت د هېواد د لویدیځو ولایتونو څخه دی چې ددې ولایت په ځینو ولسوالیو کې وسلوال طالبان په پراخ ډول فعالیت لري او هر وخت ترهګریزو کړنو ته لاس اچوي او همدارنګه د مرکز او ولسوالیو په امنیتي پوستو باندې په ډله ایزو بریدونو سره د پوستو د سقوط کېدو سبب ګرځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *