د انکشافي پروژو د حیف و میل کېدو په اړه د جوزجان ولایت د اوسیدونکو اعتراض

د جوزجان ولایت مدني فعالانو او اوسیدونکو د شبرغان ښار د لیلام فروشۍ څنګ لورې ته سړک د اعتراض په ډول اخیړ کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جوزجان ولایت یو شمېر اوسیدونکو او مدني فعالانو تیره ورځ د شبرغان ښار د لیلام فروشۍ څنګ لورې ته سړک د اعتراض په ډول کاګیل کړی دی او د سیمه ایزو او مرکزي چارواکو څخه یې د انکشافي پروژو د ډېرښت غوښتنه کړي ده.

د دوې په وینا د دې ولایت پروژو ته ځانګړې شوې بودیجه حیف ومیل شوي ده او دغه سلسله د دې سبب شوي ده چې يو شمېر پروژې د تطبیق کېدو څخه پاتي شي.

د روز ټولنې مسوول او ددې پروګرام یو تن ترسره کوونکی فرزین فهیمي وایي،درې کاله وړاندې د شپیته متره سړک چارې د اوسیدنې د سلګونو کورونو په ورانیدو سره پیل شوي وي مګر لا تر اوسه یې کارونه په ځنډ سره روان دي او په دغه سیمه کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

له بله پلوه هم د جوزجان والي مولوي لطیف الله عزیزي ددې ولایت د بیا رغاونې په اړه د مدني فعالانو او اوسیدونکو شکایتونه تاییدوي مګر د انکشافي پروژو د پیسو د حیف ومیل کېدو خبره نه مني او عاملینو ته په سزا ورکولو ټینګار کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *