په بغلان کې د طالب ترهګرو له لورې د ملې اردو د دوه قرارګاوو سقوط

د بغلان سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې نن د شنبې په ورځ ( وږي ۱۷) په مرکزي بغلان کې د طالبانو د ترهګرې ډلې په لاس د هېواد د دفاعي ځواکونو ۲ قرار ګاوې سقوط شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بغلان د ولایتي شورا غړي محبوب الله غفاري ددې خبر په تاییدولو سره وویل: چې وسلوالو طالبانو د مرکزې بغلان د منګلو او کهنه قلعه په سیمو کې د ملې پولیسو پر قرار ګاوو باندې ډله ایز بریدونه ترسره کړل او د منګلو په سیمه کې یې د ملې اردو د دوه قرارګاوو کنټرول په خپل لاس کې واخیست.

د بغلان د ولایتي شورا ددې غړې د وینا پر اساس طالب ترهګرو د شپې د ۲ بجو په شاوخوا کې خپل بریدونه پیل کړل او د پولیسو او ملې اردو د سرتیرو سره په جګړه کې ښکېل شول.

ویل کیږي چې د طالبانو سره د مقابلې څخه وروسته سرتیرو شاتګ کړی دی چې په پایله کې د منګلو په سیمه کې د ملې اردو ۲ قرارګاوې سقوط کړی شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې کومکي ځواکونه سیمې ته لیږدول شوي دي او نښتې تر اوسه پورې دوام لري ،ددې نښتو په جریان کې ۱ پولیس سرتیری وژل شوی او د ملې اردو،ملې پولیسو،او قطعه خاص ځواکونو ۱۵ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

 

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *