د کابل ښاروالۍ سرپرست له خپلې دندې لرې شو

د کابل د ښاروالۍ سرپرست نن د چهارشنبې په ورځ (وږي ۷) اعلان کړی دی چې د جمهور ریس غني له لورې یې استعفا منظور شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل د ښاروالۍ سرپرست،عبدالله حبیب زی چې د جمهور رییس غني له نږدې کسانو څخه وو په خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د جمهور ریس له لورې یې استعفی منل شوي ده.

حبیب زي همدغه راز لیکلي دي چې د کابل ښار د پرمختګ لپاره یې زیات پروګرامونه عملي کړي دي او ګڼ نور پروګرامونه د تطبیق په حال کې دي چې ډېر ژر به د کابل ښار په پرمختګ کې تغییر راشي.

د کابل د ښاروالۍ سرپرست په داسې حال کې د ولسمشر لخوا د خپلې استعفی د منل کېدو خبر ورکوي چې تیره ورځ څلور لوړ پوړو امنیتي چارواکو د خپله لورې استعفی ورکړي وه چې د ولسمشر له لورې یواځې د حنیف اتمر استعفی منظور شوي ده.

حبیب زی په داسې حال کې د کابل په ښار کې د تغییر د راوستلو او خپلې استعفی خبر ورکوي چې ددې ادارې لس لوې پروژې نا مکملې پاتي دي او کابل اوس هم د بدترینو ښارونو له برخې شمېرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *