د غور پر دولتیار ولسوالۍ باندې د طالبانو د ترهګرې ډلې برید
د غور سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې د طالبانو ترهګرې ډلې تېره ورځ ددې ولایت په دولتیار ولسوالۍ باندې ډله ایز برید کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د غور د ولایتي شورا غړې ګلثوم رضایي ددې خبر په منلو سره وویل چې د طالبانو د ډلې غړیو تېره شپه ناوخته (وږی ۶) پر دولتیار ولسوالۍ برید کړی دی چې په پایله کې د سمک کلې کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.
د ولایتي شورا دې غړي زیاته کړه چې دې نښتې ۶ ساعته دوام وموند چې په پایله کې یې د ولسي پاڅون کوونکو ۲ تنه وژل شوي او همدارنګه څو تنه نور د طالبانو له لورې نیول شوي دي.
سمک د دولتیار ولسوالۍ یو کلی دی چې ددې ولسوالۍ د شمال ختیځ په ۲۵ کیلو مترۍ کې موقعیت لري.