په افغانستان کې د داعش ډلې مشر سعد ارهابي ووژل شو.

د ننګرهار ولایت چارواکي په دې ولایت کې د افغانستان له پاره د داعشې د ډلې د مشر د وژل کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار ولایت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځنګل کلي سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ریاست د دقیقو مالوماتو د ورکړې وروسته د هوایي بریدونو په ترڅ کې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر سعد ارهابي د لس نورو مهمو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي د ننګرهار د ملي امنیت عمومي ریاست د مالوماتو له مخې په دې هوایي برید کې د داعش د سپکو او درنو وسلو دوه قرارګاوې،مهمات او ګڼ شمیر چاودیدونکې توکې هم لمنځه وړل شوي دي .

سعد ارهابي اورکزۍ ایجنسۍ اصلي اوسیدونکو وو،چې د حسیب لوګري تر وژل کېدو وروسته د داعش ډلې له لورې د افغانستان لپاره د مشر په توګه ټاکل شوی وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *