په کابل کې د پلار له لورې د خپل ۱۶ کلن زوي وژنه

د کابل امنیتي مسوولینو خبر ورکړی دی چې د کابل جنایي پولیسو د یوه ځوان هلک جسد موندلی دی چې تیره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ( زمري۱۸) باندې د خپل پلار له خوا د تبر په وسیله وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي وویل،چې دا پیښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بهادر خان قلعه په سیمه کې رامنځته شوي ده.

ستانکزي زیاته کړه چې رمضان د خداد زوي چې کله خپل ۱۶ کلن زوي مهدي د تبر په وسیله وژلی دی نوموړی د کور د غولي په احاطه کې دفن کوي.

نوموړي همدغه راز زیاته کړه چې د پولیسو له لورې د نیول کیدو وروسته رمضان اعتراف کړی دی چې خپل زوې یې د کورنیو ستونزو له امله وژلی دی.

په همدغه حال کې هغه ویلي دي چې ددې قتل عامل په داسې حال کې د پولیسو سره بندي دی چې دوسیه یې تکمیل شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته لیږدول شوي ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سنتي ټولنه کې کورنۍ ستونزې ګڼ شمېر کورنۍ تر لمنې نیولي دي چې هرکله د دا ډول پیښو لامل ګرځي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *