د طالبانو له لورې د جغتو ولسوالۍ د قیاق د درې سقوط کیدل
د غزني ځایي چارواکو خبر ورکړی ، چې د طالبانو د ډلیز برید په پایله کې د دې ولایت د جغتو د ولسوالۍ قیاق درې د طالب ترهګرو په لاس سقوط کړی دی.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د غزني د ولایتي شورا یوې غړې فاطمه رحیمي وویل، چې طالب وسلوالو تیره شپه د قیاق په دره کې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې دغې درې د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.
هغې زیاته کړه، چې ددې درې کنټرول د طالبانو په لاس کې دی او د تګ راتګ هغه لارې چې له دې سیمې څخه تیریږي وسلوالو تړلي دي. په همدغه حال کې نوموړې څرګنده کړه له هغه ځایه چې غزني د استراتیژیک اهمیت له نظره ډېر مهم دی مګر دولت په دې برخه کې ورته هیڅ پاملرنه کړی نه ده.
د رحیمې د خبرو پر اساس څو کاله کیږي چې د غزني د څو نورو ولسوالیو کنټرول هم د طالبانو د ترهګرې ډلې په لاس کې دی او دولت په دغه ولسوالیو هیڅ کنټرول او واک نه ل