په کونړ کې د تروریستانو داعش او طالبانو ترمینځ نښتې

د کونړ سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې ددې ولایت د ماڼوګي په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر مینځ نښتې شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کونړ د ولایتي شورا غړي عبدالطیف فضلي ددې خبر په تایید سره وویل چې دغه نښتې نن د یکشنبې په ورځ ( زمري ۲۱)پیل شوي دي او تر اوسه هم دوام لري.

د کونړ د ولایتي شورا دې غړي همدغه راز زیاته کړي ده چې طالب او داعش جنګیالیو د ماڼوګې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې چې دغه سیمو ته تګ راتګ ستونزمن دی په خپلو کې سره نښتې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه په هغه سیمو کې چې جګړه دوام لري د مخابراتي شبکو له انتن څخه بهر دي او د دواړو ښکیلیو لوریو د تلفاتو په اړه اوس هم مالومات په لاس کې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د کونړ ولایت اوسیدونکي وایي چې د داعش او طالبانو ترهګرې ډلې هر وخت په دغه سیمو کې په خپلو کوي منځونو کې نښتې کوي او دغه ډلې له دې وړاندې هم ددې ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې هم یو د بل سره ښکیل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *