عربستان د کاناډا د سفیر په ویستلو سره غربیانو ته تهدیدونکی پیغام ورکړ

د سعودي عربستان هوایي قلمرو د خپل هیواد څخه د کاناډا د سفیر ویستل اعلان کړل، چې ددغه هیواد څخه به کاناډا ته خپل پروازونه ودروې.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې، د عربستان هوایي کرښو د تیرې دوشنبې په ورځ(زمری ۱۵) اعلان وکړ، چې د کاناډا هیواد ته به خپل پروازونه ودروي.

د دغه هیواد چارواکو په داسې حال کې دغه موضوع اعلان کړه، چې د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان په نامالوم دلیل سره په عربستان کې د کاناډا له سفیر څخه وغوښتل، چې خپل هیواد ته ستون شي او د دې هیواد سره خپل سوداګریز معاملات وځنډوي.

ویل کیږي، چې سعودي عربستان دعوه کوي، چې د کاناډا هیواد د دې هیواد په کورنیو چارو کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

عربستان په داسې حال کې دغه پریکړه وکړه، چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت او په ریاض کې ددغه هیواد سفارت له سعوديایو وغوښتل، هغه نیول شوي مدني فعالان چې په بند کې وخت تیروې ازاد کړئ.

د یادونې وړ ده، چې سعودیانو په خپل دې اقدام سره غربیانو ته پیغام ورکړ، چې د کاناډا په مثال د نورو غربي هیوادونو لپاره هم ددغه تګ لارې څخه کار اخلې او په دې ټکې یې تمرکز وکړ، چې نور په خپلو داخلي چارو کې د چا لاسوهنه زغملی نه شي او امکان لري کاناډا یو کم لګښته مثال شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *