په فاریاب ولایت کې د ۹ لیټرو شرابو کشف او ضبط

د فاریاب پولیس د دې ولایت د مرکز په میمنې ښار کې د الکولي مشروباتو د یوې کارخاني د کشف خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د فاریاب ولایت د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې د ۹ لیټره الکولو او ۱۲۵ کیلو ګرامو تجزیه شویو کشمشو او همدارنګه د الکولي مشروباتو د یوې فابریکې د کشف او ضبط خبر ورکوي.

د دې دفتر په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې قضیې په تړاو یې یو تن نیولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *