په جوزجان کې اعتراض کوونکې د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د محاکمې غوښتنه کوي
په جوزجان ولایت کې یو شمېر اعتراض کوونکو ویلي دي چې که چیرته دولت د داعش ترهګرې ډلې هغه کسان چې څو ورځې وړاندې یې خپل ځانونه تسلیم کړي دي محاکمه نه شي نو خپلو ځانونو ته به اور واچوي.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،یو شمېر جوزجاني کورنیو په یوه غونډه کې د داعش ترهګرې ډلې د تسلیم شویو کسانو د محاکمې غوښتونکي دي.
دا خلک وایي داعشیانو په ماشومانو باندې د ظلم کولو څخه هم سرپه نه ده کړې باید مجازات شي.
دوې وایي که چیرته حکومت ددویو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي او د داعش مشران محاکمې ته راکش نه کړي خپلو ځانونو ته به اور ورته کړي.
په همدغه حال کې د جوزجان والي لطف الله عزیزي وایي د داعش ډلې له لورې ددې ولایت په دفتر کې د ۱۴۰ څخه زیات جنایتونه ثبت شوي دي.
عزیزي زیاتوي چې دا شکایتونه د ملې امنیت په اداره کې ثبت شوي دي او ددې شکایتونو عاملین به ډېر ژر د خپلو اعمالو په سزا ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې له ۲۰۰ څخه زیات جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.