په ګردیز کې په لمونځ کوونکو د ځان وژونکې برید پړه داعش ترهګرې ډلې پر غاړه واخیسته

داعش ترهګرې ډلې د پکتیا ولایت په ګردیر ښار کې په امام زمان مسجد باندې د جمعې د ورځې(زمري ۱۲) د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،داعش ترهګرې ډلې د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره په ګردیز ښار کې پر لمونځ کوونکو د جمعې د ورځې د خونړې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د دې خبرپاڼې پر اساس د دې ځان وژونکو بریدونو عاملین د داعش ترهګرې ډلې پورې تړلي وو چې د امنیتي ځواکونو په ګډون د ۱۵۰ څخه زیات شیعه لمونځ کوونکي پکې وژل شوي دي.

د تیرې جمعې په ورځ له غرمې وروسته د ۱:۳۰ بجې په شاوخوا کې ۲ تنه ځان وژونکي برید ګر چې چاودیدونکي توکي یې په ځان پورې تړلي وو د ګردیز په ښار کې د امام زمان مسجد ته له داخلیدو وروسته د لمونځ کوونکو په صفونو کې خپلو ځانونو ته چاودنه ورکړه چې ددغه ترهګریز خونړي برید په پایله کې له ۳۵ تنو څخه زیات کسان وژل شوی او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *