د فراه د ثبت احوال نفوس ادارې ریس ووژل شو

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي ددې ولایت د نفوسو د ثبت او احوال ادارې ریس حاجي صفي الله تیره شپه وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فراه  پولیسو ویاند محب الله محب ویلي دي چې ددې ولایت د ثبت احوال نفوس ادارې رییس حاجي صفي الله تیره شپه د وسلوالو کسانو لخوا وژل شوی دی.

د فراه د پولیسو  ویاند د څرګندونو له مخې دغه پیښه د فراه ښار د قلعه زمان په سیمه کې رامنځته شوي ده چې په تړاو یې یو تن د پولیسو له لورې نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې نیول شوی شخص په لمړنیو څیړنو کې ددې ولایت د ثبت احوال نفوس ادارې د ریس پر وژلو اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له یو څه مودې راهیسې په فراه کې د بانفوذه خلکو،حکومتي کارکوونکو او خصوصي ادارو د کارکوونکو وژنې زیاتې شوي دي او ویل کیږي چې د فراه پولیسو د دا ډول پیښو د مخنیوې لپاره خپلې ګزمې زیاتې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *