په کونړ کې د طالبانو د ۳ مهمو کسانو په ګډون ددې ډلې د ۵۱ ترهګرو وژل کیدل

په کونړ کې د طالبانو د ۳ مهمو کسانو په ګډون ددې ډلې د ۵۱ ترهګرو وژل کیدل ملې دفاع وزارت نن د شنبې په ورځ (زمري ۱۳) د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره د ۳ مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۱ تنه طالب ترهګرو د وژلو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې دفاع وزارت په راپور کې راغلې دي چې د ملې اردو د ځواکونو له لورې په کونړ ولایت کې د ترهګرو په پټن ځایونو باندې په بریدونو کې د ۳ مهمو قومندانانو په ګډون د طالبانو د ډلې ۵۱ ترهګر وژل شوي دي.

د ملې دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو له لورې د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال مولوي عمران،د اسمار ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال مولوي حضرت علي او په اسمار ولسوالۍ کې د طالبانو د ترهګرې ډلې نظامي مسوول محمد هم وژل شوي دي.

له بله پلوه په خبرپاڼه کې زیاته شوي ده چې په دې عملیاتو کې ددې ترهګرې ډلې څو پټن ځایونه او د دویو یو شمېر جنګي مهمات هم له مینځه وړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هیواد نظامي ځواکونو د څو ورځو راهیسې د کونړ په اسمار،ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو کې د ترهګرو څخه د پاکسازۍ عملیات په لاره اچولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *