آلمانیان:ټرمپ د نړۍ د سولې او ثبات لپاره جدې خطر دی

راپورونه رارسیدلي دي د هغې نظر پوښتنې له مخې چې د یوګو څیړنیزې موسسې له لورې په آلمان کې د پوتین یا ټرامپ پر موضوع چې څوک نړۍ له خطر سره مواجه کوي په لاره اچول شوي وو دوه برخې آلمانیانو د آمریکا جمهور رییس د نړۍ د سولې او ثبات لپاره جدې خطر بللی دی.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د آلمان خبرې آژانس راپور ورکړی دی چې د یوه آلماني شرکت د نظر پوښتنې په پایله کې چې په ځانګړې ډول د آمریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ او د روسیې د جمهور رییس پوتین تر مینځ په لاره اچول شوي وو ۵۶سلنه الماني اتباعو چې په نظر پوښتنه کې یې ګډون کړی وو د ټرمپ د موجودیت په نسبت یې د خطر احساس کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي ده ددغه دوه هیوادونو جمهور ریسان به د فنلینډ په پایتخت هلسنګي کې یو د بل سره وګورې او دا د د ټرمپ د واک ته د رسیدو وروسته د تیرو دوه کالو په جریان کې د دواړو مشرانو دریم ځل ملاقات دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *