د یمن د فوځ توپخانو د عربستان په جنوب کې د سعودې د ټانکونو کاروان له مینځه وړی دی

.

د یمن د فوځ توپخانو تیره شپه د سعودې د فوځ د ټانکونو یو کاروان ددغه هیواد په خاوره کې د پیژندلو وروسته له مینځه وړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،ویل کیږي چې د یمن د فوځ د توغندیو توپخانې تیره شپه د چنګاښ په ۲۲ نیټه د عربستان په نجران ښار کې د سعودې عربستان د نظامیانو د یوه کاروان ټانکونه د پیژندلو وروسته تر هدف لاندې نیولي دي.

د راپورونو له مخې ددې کاروان د له مینځه تلو په پای کې د عربستان یو شمېر نظامیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې تر څنګ د یمني ځواکونو په عملیاتو کې د بیضا د ښار په قانیه سیمه کې د عبرستان اړوند ځواکونه هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په مشرۍ د سعودي د ایتلاف بریدونو د تیرو درې کالو په جریان کې نه یواځي دا چې د یمن د خلکو د نوې انقلاب د ختمیدو سبب شوي دي بلکه دغه هیواد ته یې نه جبرانیدونکي مالي او ځاني زیانونه واړول چې د کارپوهانو د څیړنې پر اساس د عربستان ددولت پر وړاندې د یمن په جګړه کې هره ورځ ۲۰۰ میلیونه لګښت ترسره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *