د تل اویو اوسیدونکو د هیواد د طرحې په غبرګون کې ملت پراخه لاریونونو ته لاس اچولی دی

د تل اویو ښار څو زره اوسیدونکو د هیواد ـ یهود لایحې په اعتراض کې دغه لایحه له تبعیضه ډکه بللې ده او د اعتراض په ډول سړکونو ته راوتلی دي.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،ویل کیږي چې د تیرې شنبې ورځې په ماښام( چنګاښ۲۳) د اسراییل د رژیم په پارلمان کې د هیواد ـ ملت لایحې په غبرګون کې پراخه لاریونونو ته لاس اچولی دی.

د راپورونو پر اساس ویل کیږي چې د تیرې ورځې په لاریونونو کې تل اویو ښار ۲۵۰۰ تنه اوسیدونکو ګډون کړی وو او موخه یې د هیواد ـ ملت د طرحې پر وړاندې غبرګون وو د شعارونو په لیږدولو سره یې چې دا ځای زمونږ د ټولو کور دی او د دې هیواد د پارلمان لخوا پیشنیهاد شوې طرحه یې رد کړه. د دې لاریونونو په پای کې یې یوه بیانیه اعلان کړه چې د هیواد ـ ملت قانون ددې هیواد د اوسیدونکو تر مینځ د قومي تعصب،تبعیض او بې اتفاقۍ سبب ګرځي او په موجوده وخت کې هم دغه ناوړه پدیدې د اسراییل د رژیم د میلان په مرکز بدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد ـ ملت یا هیواد ـ یهود طرحه د اسراییل د رژیم د پارلمان یوه پیشنهاد شوي طرحه ده چې له مخې یې فلسطینیان د هستوګنې له ټولو حقوقو څخه محروم کړی شوي دي او ددې تر څنګ عربي ژبه د ښوونځیو ختمه کړيده او عبرې ژبې یې ځای نیول شوی او د رسمي ژبې په توګه هم پیژندل شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *