د طالبانو ترهګرې ډلې دداعش ډلې درې ښځینه غړیو سره تر جنسې تیرې وروسته هغوې وژلي دي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو خبر ورکړی دی چې د طالبانو د ترهګرې ډلې کسانو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ۳ داعشي ښځې تر جنسي تیرې وروسته وژلي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې:”د چچین او ازبکستان تبعه درې داعشي ښځینه غړې په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د نیول کیدو او پر هغوې باندې د جنسي ځوروني د ترسره کیدو وروسته وژل شوي دي.”

په خبرپاڼه کې راغلي دي؛ چې د سیمې د خلکو د راپور له مخې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش سره د طالبانو په نښته کې د طالبانو له لورې د ازبکستان او چچین تبعه دداعش ۳ ښځینه غړي نیول شوي وي چې د هغوې سره د جنسي تیرې وروسته وژل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي د داعش او طالبانو د ترهګرو ډلو ترمینځ په ۳ نورو ورځو خونړۍ جګړه کې د دواړو لورو ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۱ نیټه په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو او داعش ترهګرو ډلو ترمینځ د نښتې خبر ورکړی وو چې د نښتې په جریان کې ۱۶ داعشیان وژل شوي ،۱۴ تنه نور ټپیان او۹ تنه نور د طالبانو ترهګرې ډلې له ځانه سره وړې وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *