د امنیتي ځواکونو پر کاروان ځان وژونکي برید ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ورځ پنجشنبه (زمری ۴) سهار د پینځه بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د پینځمې حوزې اړوند د داود بڼ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان ځان وژونکی برید ترسره شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وویل چې په دې ځان وژونکي برید کې تر اوسه پورې ۴ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې کال وړاندې هم په همدې سیمه کې د روزنې څخه نوي فارغ شوي ځواکونه هم د ځان وژونکي برید هدف ګرځیدلي وو چې له ۳۰ څخه زیاتو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولي وه.