په ننګرهار کې ماین چاودنې د طالبانو ترورستي ډلې درې غړي وژلي دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د قوماندان په ګډون ۳ وسله وال طالبان ووژل شول.

خوګیاڼی زیاتوي دغه پیښه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړخیلو سیمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځ ته شوې دی وایې پر یو میله کې د وسله والو طالبانو د قوماندان حکیم الله په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د نوموړي په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول.

د خوګیاڼي په خبره په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي هم برسيرن ټپیان شوي او د درملنې په موخه نږدې روغتيايي مرکز ته ليږدول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *