د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست د سړک د غاړي د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شو

د غور ولایت سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې ددې ولایت د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست نن سهار د سړک د غاړي د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي دي د چهارسدې د ولسوالۍ د سرپرست محمد ابراهیم لیږدونکی موټر چې نوموړی پکې خپلې وظیفې ته روان وو د سړک د غاړي په ماین ختلی دی او وژل شوی دی.

د خطیبي د خبرو په اساس دغه پیښه د چهارسدې ولسوالۍ د سرپرست محمد ابراهیم کور ته نږدې رامنځته شوي ده. د طالبانو ترهګرې ډلې ددې پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *