د فاریاب ولایت د اوسیدونکو د اعتراضیه راټولیدنو د ځنډولو لپاره د پلاوې لیږل

مرکزې حکومت د فاریاب ولایت د اوسیدونکو د لاریونونو د ځنډولو لپاره دغه ولایت ته پلاوې لیږلی دی چې د دغه لیږل شوي پلاوې په ترکیب کې لوې درستیز جنرال یفتلي، د سیمه ایزو ارګانونو رییس عبدالمتین بیګ او یو شمېر امنیتي چارواکي شتون لري.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،لیږل شوي پلاوې د دې ولایت د رهبرۍ،د ګوندونو د استازو،ولایتي شورا،علماوو شورا،مدني ټولنو،د سپین ږیرو شورا او فاریاب د سولې د کمیټې سره په امنیتي وضعیت خبرې وکړې او دوه پریکړه لیکونه یې لاسلیک کړل.

د دې خبرو په پایله کې پریکړه وشوه چې هر ډول غونډې او ټولیز حرکتونه چې د دښمنانو او فرصت طلبه کسانو لخوا جوړیږي په موقت ډول دې تر هغه وخته پورې وځنډول شي چې امنیتي وضعیت ښه شي.

په دې ناسته کې تصمیم ونیول شو چې هر هغه څوک چې د دې پریکړه لیک څخه سرغړونه وکړې قانوني برخود به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د لاریونونو په دویمه ورځ چې د نظام الدین قیصاري د آزادولو لپاره  په لاره اچول شوي و و په تاوتریخوالي واوښته چې په پایله کې یو تن د کمانډو ځواکونو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړو او ۷ تنه ټپیان شول او د ولایت د ودانۍ ټول دفتري لوازم ،د خلکو او دولت مهم اسناد او ۸ موټرونه په اور کې وسوځول شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *