د میمنې پولیس د لاریون کوونکو سره په نښته کې ښکیل شوي دي

د فاریاب ولایت زرګونو تنو اوسیدونکو د فاریاب په ولایت کې د هیواد کمانډو ځواکونو له لورې د جنرال دوستم د دفاعي استازي نظام الدین قیصاري د نیولو په اړه پراخ لاریونونه په لاره اچولې دي.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،د فاریاب زرګونو تنو اوسیدونکو نن د چهارشنبې په ورځ( چنګاښ۱۳) د قیصاري د نیولو په تړاو پراخه لاریونونه په لاره اچولي وو او د قیصاري د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

د میمنې د ښار څخه زمونږ خبریال وایې چې په دې لاریونونو کې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو تر مینځ وسله واله نښته رامینځته شوې ده چې ددغه ډزو په جریان کې ۱ تن وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ولسي خلکو دغه لاریونونه د نظام الدین قیصاري د نیولو په تړاو له ۲ ورځو راهیسې په لاره اچول شوي دي مګر حکومت لاتر اوسه دد ې اعتراض کوونکو امنیت تامین کړی نه دی.

نظام الدین قیصاري د دوشنبې ورځې په مازیګر د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لورې یوې امنیتي غونډې ته رابلل شوی و غونډې ته د هغه په دننه کیدو سره وسلواله نښته رامینځته شوي ده چې په پایله د قیصاري ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي او ویل شوي دي چې قیصاري یې لاس تړلی کابل ته لیږلی دی مګر ځینې سرچینې وایې چې نوموړی هم د وژل شویو تر مینځه شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *