د جنرال دوستم نماینده قیصاري د نیول کیدو په اړه د افغانستان خلکو د نجات ایتلاف بیانیه

د افغانستان د خلکو د نجات ایتلاف د فاریاب په دفاعي کرښو کې د جنرال دوستم د نماینده نظام الدین قیصاري د نیولو په تړاو دیوې بیانیې په صادرولو سره د حکومت دغه کړنه له کینې ډکه بللي ده او ویلي یې دي چې” ټولو ته ښکاره ده چې د هیواد نازک وضعیت نسبت د نورو وختونو ته ډېر حساس دی،د هیواد سیاسي او نظامي شخصیتونو پر وړاندې توطیې او دسیسې جوړول د اوضاع د خرابوالي،بې باورۍ او د تشنج د رامنځته کولو څخه علاوه بله ګټه نه لري”.

د نجات ایتلاف په خپله بیانیه کې د غلام فاروق قاطع وژل کیدو ته په اشارې د هیواد د امنیتي وضعیت او د ترهګرو ډلو له لورې د فعالیتونو پراخیدلو په سبب له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو او هیواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره د مسوولیت احساس وکړې. له بله لورې همدارنګه په بیانیه کې راغلي دي “په یوه رسمي غونډه کې د طالبانو پر وړاندې د یوه فعال قومندان نیول بیخې غیر قانوني او ناسنجول شوی حرکت دی چې د مسوولینو او قومندانانو باور او هڅو ته کموالی ورکوي”.

په همدغه حال کې د افغانستان د خلکو د نجات ایتلاف مشرانو ویلې دي چې که چیرته حکومت قیصاري په لنډ وخت کې آزاد نه کړي په ټول هیواد کې به د پراخه لاریونونو په ترسره کولو سره د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو مخه ونیسي.

په دې بیانیه کې راغلي دي چې” د افغانستان د نجات ایتلاف د مرکزي دولت څخه غواړي چې هر څومره چې ژر وي پرته د وخت له ضایع کولو د ولسي پاڅونونو په چارو کې د جمهورې ریاست د لمړي مرستیال نماینده برخلیک معلوم او آزاد شي مونږ د هغې په ازادیدو موصوف یاستو،له دې صورت پرته مونږ د نجات د ایتلاف غړي د خپل نفوذ لاندې په ټولو ولایاتو کې خپل مدني لاریونه په لاره اچوو او راتلونکې ټاکنې چې اوس هم د لس ګونه قانوني ستونزو سره مخ دي د ترسره کیدو مخه به یې ونیسو”. د نجات ایتلاف همدارنګه زیاته کړې ده چې د حکومت له لورې ددې غوښتنو نادیده اخیستل به د حکومت او خلکو ترمینځ واټن زیات کړي او دا حکومت چې د خلکو په میلوني رایو رامینځته شوی دی د خلکو له کرکې سره به مخ شي چې بیا به یې پایلې د حکومت لپاره نه جبرانیدونکي وي.

ددې بیانیې پر بنیاد د افغانستان نوی نظام د ملې مشرانو او نړیوالو مرستو د کار حاصل دی او حکومت باید د خلکو د ورورولۍ او یوالي هڅې وکړې او د قومونو ترمینځ د بې اتفاقۍ او تبعیض څخه دې ځان وساتيکه چیرته حکومت خپل دې ډول اقداماتو ته دوام ورکړې او د خلکو مدني حرکتونه وځپي،د خلکو له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه خطرناکي پایلي لري چې بیا وروسته به یې مسوولیت مستقیماً د ملې وحدت د حکومت او نړیوالې ټولنې په غاړه وي.

د خلکو د نجات ایتلاف په داسې حال کې دغه بیانیه خپروې چې حکومت تیره ورځ مازیګر مهال د جمهورې ریاست د لمړی مرستیال جنرال دوستم نماینده نظام الدین قیصاري ونیوه او کابل ته یې له ځانه سره انتقال کړ چې وروسته له هغې په فاریاب ولایت کې د خلکو اعتراضي څپو صورت ومونده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *