د طالبانو تروریستي ډلې سره ډیر ژر د سولې د خبرو اترو پیل.

د افغانستان د سولې د عالې شورا چارواکې د طالبانو ترهګرې ډلې سره د سیمې د هیوادونو په منځګړیتوب ډېر ژر د سولې د خبرو اترو د پیل کیدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالرحمن سلیم په تیره میاشت کې د وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه مستقیمو او غیر مستقیمو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو ډلې د سولې د خبرو اترو لپاره حرکتونه ښودلي دی.

د سولې د عالي شورا مرستیال چې په مزار شریف کې یې د ځوانانو ،ښځو او مدني ټولنو سره یو مشورتي کنفرانس په لاره اچولی وو دغه څرګندونې بیان کړې. نوموړې همدارنګه زیاته کړه چې په تیرو میاشتو کې یې د هیواد د دایمي سولې او ثبات لپاره ښې لاسته راوړنې درلودلي دي او توانیدلي دي چې د مختلفو قشرونو ملاتړ د سولې بهیر ته راجلب کړې.

د سولې د عالي شورا مرستیال په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې د بهیر څخه د سیمې د ډیرو هیوادونو د ملاتړ په اړه یې خبرې کولي څرګنده کړه چې د افغانستان جګړه بهرني عوامل لري؛مګر له هغو هیوادونو څخه یې چې د طالبانو د ترهګرې ډلې ملاتړ او پشتیبانۍ کوي ددوئ څخه د ملاتړ د بندولو غوښتونکی شو.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د والي مرستیال محمد بشیر توحیدي چې په دې کنفرانس کې یې خبرې کولي ویې ویل چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې ترمینځ اوربند دا را وښودل چې دولت د طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته چمتوالی لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *