د تذکرې پر کاپي باندې ستیکر نښلول لغوه اعلان شول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره شپه ( د غویي ۲۶) په یوه فوق العاده ناسته کې د تذکرې پر فوټو کاپې پسې د (سټیکر) نښلول باطل اعلان کړل.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې وروستیو ورځو کې د رایه ورکونکو پورې اړوند د تابعیت اصلې تذکرې یا د هغې د کاپې په اړه یو څه موضوعات مخې ته راغلل چې د خلکو د توپیرې برداشتونو او اندیښنې سبب شول.

ددې خبرپاڼې په دوام کې زیاته شوي ده چې ددې اندیښنو د له مینځه وړلو لپاره به د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر د تابعیت د اصلې تذکرې په واسطه صورت نیسي او خلک کولای شي د خپلې اصلې تذکرې د نوم لیکنې مراکزو ته مراجعه وکړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره اوونۍ د داسې یوې طرحې وړاندیز وکړ چې د هغې له مخې به د د تذکرې پر کاپې سټیکر نښلول کیږي او د کمیسیون دغه پلان ددې سبب شو چې خلکو او پر ټاکنو د څار ادارو پرې خپلې اندیښنې څرګندې کړې.

همدغه راز د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې ددې په سبب چې په ټاکنو کې د خلکو د برخه اخیستلو زمینه برابرول او د اسانتیاوو رامینځته کول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مسوولیتونو څخه دي،دې کمیسیون د هیوادوالو د امنیتي اندیښنو د له مینځه وړلو په سبب د نفوسو د احوال او ثبت ادارې سره خپلې تخنیکي مشورې سرته رسولي دي او په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې یو تعداد هیوادوال چې ګمان کوي د هغه په تذکره باندې په سټیکر لګیدو سره ورته خطر متوجه کیږي،کولای شي د نفوسو د ثبت او احوال ادارې ته مراجعه وکړې او مثنی تذکره واخلې.د ثبت احوال نفوس اداره به په دې برخه کې د مراجعینو د اصلې تذکرې له مخې په مثنی تذکره باندې ستیکر ونښلوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې دا کمیسیون وعده ورکوي چې په حر حالت کې د خپله خپلواکې او بې طرفي وساتي او د رڼو او عادلانه انتخاباتو د ترسراوې لپاره به د عملې تګ لارو څخه کار واخلې.

دا په داسې حال کې ده چې د یوې رسنۍ په راپور کې ښودل شوي وو چې یو کس د تذکرې په دوه کاپیانو په دوه محلونو کې سټیکر نصب کړی وو چې دا ددې څرګندونه کوي چې یو کس کولای شي هر څومره سټیکر چې غواړي نصب یې کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د جمهورې ریاست ارګ ددې پریکړې په تړاو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوې کمیشنرې شهلا حق پرست استعفا ورکړه او ویې ویل چې نه شي کولای د درغلۍ د پروسې غړي پاتي شي.

همدغه راز اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ارګ او کمیسیون ددې پریکړې په تړاو غبرګون ښکاره کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *