د ایران دفاع وزیر: په افغانستان کې دداعش له مینځه وړلو ته چمتو یاستو

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر حاتمي د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سره په خبرو کې چې د شنبې په ورځ( د غویي پر ۲۲ مه) په تهران کې ترسره شوي وویل چې مونږ داعش په سیمه کې د امریکا د امنیت د وسیلې او واک ته د رسیدو لپاره د ناامنۍ د رامینځته کولو په توګه پیژنو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ایران دفاع وزیر په هغه دوه جانبه مذاکراتو کې چې په تهران کې یې د افغانستان ددفاع وزیر سره درلودل په افغانستان کې دداعش ترهګرې ډلې راڅرګندیدل او نفوذ خطرناک وباله او زیاته یې کړه چې داعش په سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د امریکا امنیتي اله ده.

د ایران دفاع وزیر څرګنده کړه چې دداعش له مینځه وړل د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت او امنیتي ځواکونو د بهرنیو سیاستونو څخه دي او ویلې یې دي چې مونږ په دې اړه همکارۍ ته لازم چمتوالی لرو.

حاتمي د خپلو خبرو په یوه برخه کې څرګنده کړه چې مونږ په دې عقیده یو چې افغانستان باید د سیمې د هیوادونو د سیالۍ په میدان بدل نه شي بلکه په دې هیواد کې په سیمه ایزې همکارۍ تمرکز وشي.
همدغه راز نوموړي په سیمه کې د افغانستان بې ثباته کول او د هیواد تجزیه کول ددښمنانو موخه وبلله او ویې ویل چې د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه به هیڅکه اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د ایران پر ضد کار واخیستل شي.
په همدغه حال کې د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش پر وړاندې مبارزه ددواړو هیوادونو اصلې موخه ده او څرګنده یې کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د ایران همکارۍ ته اړتیا ده.

بهرامي د افغانستان ددولت له لوري د ایران د ملاتړ غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د امنیت د تامینولو لپاره د ایران د نږدې اسلامي جمهوریت همکارۍ ته اړتیا ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *