یوه لبناني مفتي د فلسطین د ازادولو لپاره د جهاد فتوا صادره کړه

یوه لبناني سني مفتي په یوه خبرې کنفرانس کې د فلسطین ازادول لازم ګڼلو فتوا ورکړه او ویې ویل د اشغالګرو سره دسیسې جوړول او مرسته کول حرامه دي.
د المنار ټلویزوني شبکې راپور ورکړی دی چې نن ورځ چهارشنبه د لبنان سني مفتي شیخ رشید قباني د غویي ۲۶ په یوه خبرې کنفرانس کې چې د فلسطین د ځمکې د بیرته رانیولو اړوند جوړ شوی وو فتوا ورکړه او څرګنده یې کړه چې زه په یوه دیني فتوی سره دویم ځل ټینګار کوم چې د فلسطین ازادیدل واجب دي ځکه چې یوه اسلامي خاوره ده او اووه لسیزې کیږي چې د اسراییل د غاصب رژیم په لاس کې پریوتي ده.

نوموړي دوام ورکړ د عربانو یا مسلمانانو لپاره د اسراییل د غاصب رژیم پر وړاندې تسلیمیدل یا چپ پاتي کیدل حرام دي او ددې هیواد سره د سولې تړونونه باطل دي.
دې لبناني مفتي زیاته کړه چې هیڅ یو عرب یا عجم هیواد د فلسطین مالک نه دی چې ددې هیواد د خاورې د څه برخې خاوند شي نو په ټولو عربانو او مسلمانانو واجب دي چې د فلسطین د دفاع او ازادولو لپاره ددې هیواد د اوسیدونکو سره مرستې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ۷۰ کاله کیږي چې د فلسطین هیواد د اسراییل د رژیم له لوري نیول شوی دی چې دوهمه برخه اوسیدونکې د غزې له پولو څخه بهر ژوند تیروي او نه شي کولای چې خپل هیواد ته راوګرځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *