د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په سرخ ديوال سیمه کې نن سهار شاوخوا ۷ نیمې بجې د ۲D او سراچه موټرو د جنګيدو او اوښتو په پېښه کې ۵ تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي .
د خوګیاڼي په خبره په مړوشو کې یوه میرمن او درې ماشومان هم شامل دي.
د مالوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ۲D موټر د تورخم او سراچه موټر د جلال اباد پر لورې په سرعت سره روان وو،چې په یاده پېښه کې سره وجنګیدل .
د پېښې ټول قربانیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي،چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *