د انسان تښتونکو د یوې ډلې مسوول “رئیس فرهاد” په کابل کې ونیول شو

د ملې امنیت ځانګړې قطعې په یو لړ عملیاتو کې درې نفره انسان تښتونکي د سرګروپ فرهاد د عبدالغیاس زوې له دوه نورو تنو سیدحسن د میر ظفر خان زوي او خلیل د جمعه خان زوي سره یو ځای د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې نیولي دي.

د ملې امنیت ریاست ویلې دي چې نیول شوي کسان د کابل ولایت په مربوطاتو کې په اختطاف،وژنو،وسلوالو غلاوو،قلنګ اخیستلو او د هیوادوالو په زورونې اخته وو.

امنیت ریاست په دوام کې لیکلي دي چې له ذکر شویو خلکو څخه دوه میله کلاشینکوف،یو میل کرینکوف،یو میل تفنګچه،دولس قبضې لاسي بمبونه،او د RPG7 راکټ څلور فیره مرمۍ لاسته راغلي دي.

د اسنادو او مدارکو له مخې راغلي دي چې یادې شبکې یو قتل او درې اختطافونه سرته رسولي دي چې له جملې څخه یې د کابل ښار په مربوطاتو کې د ملګرو ملتونو یونما ددفتر د یوې سیمه ایزې کار کوونکې د تښتونې په قضیه کې هم داخل دي.
لا تر اوسه ۱۴ متضرره کورنیو په نیول شویو کسانو دعوې کړې دي او د عدلي او قضایي ارګانونو څخه یې ددوې ته د مجازاتو او سزا ورکولو غوښتنه کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *