حکومت انجینر داوود ته باج ورکړ؛ د بیړنیو حالاتو ریاست به څه دنده ورکړې؟
انجنیر داوود هغه شخص چې یوه ورځ یې هم ونه شو کولای چې بلخ ته د والي په توګه ولاړ شي او د کار دفتر یې د کابل په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې وو ،تازه د ملې دفاع وزارت د بیړنیو حالاتو رییس ټاکل شوی دی.
ملې دفاع وزارت ویلي دي چې د ملې دفاع وزارت د بیړنیو او فوق العاده حالاتو نوی رییس یې د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي حکم له مخې ټاکل شوی دی،د یوې غونډې په ترڅ کې د ملې دفاع د وزیر له لورې منسوبینو ته وپیژندل شو.
په دوام کې د ملې دفاع وزارت ویلي دي چې د ملې دفاع وزارت د بیړنیو حالاتو نوی ټاکل شوی رییس انجنیر داوود به په ټول توان سره د هیواد او وطن د خدمت لپاره ورسپارل شوي دنده به ملې دفاع وزارت د لارښوونو او اوامرو مطابق سرته رسوي.
په دغه خبر کې چې د دفاع وزارت په پاڼه کې خپره شوي ده د انجنیر داوود د کار د لایحې او دندو په اړه څه نه دي ویل شوي او د بیا بیا اړیکو له نیولو وروسته هم ونه توانیدو چې په دې اړه د دفاع وزارت نظر له ځان سره ولرو.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني تل د فساد پر وړاندې د مبارزې او اصلاحاتو فریادونه پورته کوي؛ مګر لیدل کیږي چې روابطو د ظوابطو ځای نیولی وي.
په همدغه حال کې د سیاسې چارو کارپوهان په دې باور دي چې په دفاع وزارت کې د بیړنیو حالاتو ریاست رامنځته کول انجنیر داوود ته باج ورکول دي.
انجنیر داوود څو میاشتې وړاندې د لندن څخه کابل ته راغلی د جمهوري ریاست د فرمان له له مخې د بلخ د والي په توګه وټاکل شو د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور چې له حکومت سره یې جنجال درلود ددې شخص مانع شو او بلاخره اسحاق رهګذر د بلخ والي وټاکل شو او انجینر داوود د دفاع وزارت د بیړنیو حالاتو د رییس په توګه وګمارل شو.