صیاد: د لاسته راوړنو په مقایسه،کومې پیښې چې رامنځته شوي دي ناڅیزه دي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد د رايو ورکوونکو د نوم لیکنې په مراکزو د ترسره شویو بریدونو په تړاو ویلي دي چې د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره دغه پیښې ناڅیزه دي او ټاکنې به په هر ډول شرایطو کې ترسره کیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې عبدالبدیع صیاد د بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې دی نه هیروي چې افغانستان د جګړې په حالت کې دی او ځان وژونکي بریدونه د انتخاباتو څخه علاوه هم صورت نیسي ځکه چې د هیواد دښمنان هیڅکله هم غلي نه کینې.

صیاد زیاته کړه هغه پیښې چې د راې ورکوونکو د نوم لیکنې په پیل کې یې صورت ونیوه د هغه کارونو پر وړاندې چې ترسره شوي دي ناڅیزه دي.

نوموړې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د مراکزو د امنیت ټینګولو په اړه وویل چې کمیسیون د ټاکنو د کارونو د ترسراوې مدیریت پر غاړه لري نه د امنیت، د امنیت تامینول د امنیتي ادارو کار دی.
صیاد د دشت برچې ترهګریز برید توجیه کړ چې د دشت برچې برید د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکز نه دی ترسره شوی بلکه د تذکرو د نوم لیکنې پر مرکز ترسره شوی دی او زیاته یې کړه چې له دې وړاندې هم په دشت برچې کې دا ډول پیښې رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیل څخه تر اوسه د نوم لیکنې څو مرکزونه د ترهګریزو بریدونو هدف ګرځیدلي دي او تر اوسه هم تر یوې اندازې ددې بهیر په کارونو اغیزه لري.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *