د کابل په شهرنو پارک کې یو ځان وژونکی بریدګر د پولیسو له لورې د پیژندلو وروسته ووژل شو

نن دوشنبې ( غویي ۱۷)له غرمې مخکې د ۱۱:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې یوه ځان وژونکي بریدګر چې غوښتل یې د مدني ټولنو غړي چې د وینې د ورکړې لپاره د شهرنو پارک ته راغلي وو هدف وګرځوي د پولیسو لخوا وپیژندل شو او ووژل شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې نن له غرمې مخکې د ۱۱:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې یو ځان وژونکی بریدګر چې د چاودیدونکو توکو واسکټ یې پر ځان پورې تړلی وو نیت یې درلود چې ځان د څلورمې حوزې اړوند د شهر نو په پارک کې د وینې ورکولو پروسې ته ورسوي،د ملې پولیسو له لوري پیژندل شوی او د ډزو لاندې نیول شوی دی.

حشمت د خبرو په دوام کې وویل چې ځان وژونکی له مینځه وړل شوی دی او نور تلفات له ځان سره نه لري.

لا تر اوسه ددې پیښې مسوولیت کوم شخص یا ډلې په خپله غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *