ملې ائتلاف به ډېر ژر په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړي

د افغانستان د سیاسي ګوندونو د مشرانو او سیاسې څیرو ائتلاف له یوې میاشتې سلا مشورو وروسته په ترکیه کې تشکیل شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د یو شمېر ګوندونو مشرانو او سیاسې څیرو له یوې میاشتې سلا مشورو وروسته په ترکیه کې یو لوي ائتلاف جوړ کړی دی ویل کیږي چې ټاکل شوي ده دا ائتلاف به ډېر ژر په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړي.

ویل کیږي چې په دې ائتلاف کې د ملې جنبش ګوند،جمعیت اسلامې،دافغانستان د وحدت اسلامې ګوند او د کندهار او پکتیا مشران شامل دي.

ددې ائتلاف د مشرانو د جملې څخه عطامحمد نور ویلي دي چې د افغانستان دا لوې ګوند یې له ډیرې اوږدې مودې د سلامشورو وروسته ایحاد کړی دی او دا ائتلاف به په پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې او همدارنګه د نظام په اصلاح او پیاوړې کولو کې به مهم رول ولوبوي.

په عین حال کې نور ویلي دي چې د شفافو ټاکنو ترسره کول او په هیواد کې د ثبات رامینځته کیدل او د سولې د پروسې څخه ملاتړ د افغانستان ددې لوي ګوند له نورو موخو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ګوند د رامینځته کیدلو بحث د ګوندونو او سیاسې څیرو تر مینځه د څومیاشتو مخکې څخه شتون درلود او په دې اړه د څو ولایاتو له ډلې څخه په کندهار کې غونډه په لاره اچول شوي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *