رازق:د اسلامې حزب ازاد شوي بندیان د طالبانو ترهګرې ډلې سره یوځای شوي دي

د کندهار د پولیسو قومندان جنرال عبدالرازیق وایي چې د حزب اسلامې ازاد شوي زندانیان په کندهار ولایت کې د طالبانو د ترهګرې ډلې سره یو ځای شوي دي.

د کندهار د پولیسو قومندان وایي چې د حزب اسلامې ډېرې ازاد شوي بندیان په دي ولایت کې د طالبانو د ترهګرې ډلې سره یوځای شوي دي او په کندهار کې د حکومت پر وړاندې د ناامنۍ د را منځته کولو سبب ګرځیدلي دي.

جنرال رازق د خبرو په دوام کې ویلې دي چې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ځان وژونکی برید د حزب اسلامي د ازاد شویو بندیانو څخه د ولي محمد په نوم یو کس پلان کړی وو چې په تازه ډول د بند څخه خلاص شوی وو.

په همدغه حال کې رازق دعوه کړې ده چې د طالبانو د ترهګرې ډلې یو قومندان د حزب اسلامي د بندیانو د نوم لاندې له بنده خلاص شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې اسلامي حزب د طالبانو تروریستي ډلې سره د زندانیانو یوځای کیدل ردوي او وایي چې دا دعوې د حکومت سره د حزب اسلامي د سولې په بهیر کې خاورې اچول دي.
په همدې اساس د ملې شورا غړي د حکومت څخه د حزب اسلامې د ازاد شویو بندیانو په فعالیتونو باندې د څار غوښتنه کړیده.

د مشرانو جرګې یو نماینده مخدوم عبدالله محمدي وویل چې د افغانستان حکومت باید په ازاد شویو بندیانو څار ولري.حکومت باید دا ډاډ ورکړې چې په څه کارونو کې مشغول دی او دا نظارت باید په ډېر دقیق ډول سرته ورسوي.

د راپورونو پر اساس د حزب اسلامې او د حکومت تر مینځ د موافقې له مخې د ګلبدین حکمتیار ۱۵۳ تنه غړي د هیواد له زندانونو خوشې شوي دي چې ۷۰ تنه یې ددې حزب پخواني کلیدي اشخاص دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *