د یوې چاودنې له امله د پینځو مېرمنو په ګډون یوولس تنه ملکیان زخمیان شول

دلغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خاورمیانه خبري اژانس ته وویل نن شا و خوا یوولس نیمې بجې د مهترلام ښار په حاجي ایوب مارکیټ کې په یو دوکان کې چاودنه شوې، چې له امله یې پینځه مېرمنې، دوه کوچنیان او څلور نارینه زخمیان شوي دي.

ځواک زیاتوي زخمیان دا مهال په مهترلام ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې د روغتون د مسولینو په وینا روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

اوسمهال د څېړنې ټیم په سیمه کې په تحقیق بوخت دی، تر اوسه د پېښې اصلي علت لا څرګند نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *