په پکتیا کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د وسلو او مهماتو د لیږدولو مسؤول ونیول شو
د ملې امنیت عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې په جنوبي ولایت پکتیا کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د مهماتو د لیږدولو د مسؤول د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې امنیت عمومي ریاست په خبرپاڼه کې ویلي دي چې د طالبانو د ترهګرې ډلې د مهماتو د انتقال مسؤول یې د یوه اندازه مهماتو سره چې ده ته نژدې وو نیولی دی.
د ملې امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه طالب ترهګر لقمان نومیده او د پاکستان اوسیدونکی وو چې د ملې امنیت د عمومي ریاست د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې نیول شوی دی.
همدغه راز د ملې امنیت عمومي ریاست زیاته کړیده چې دې طالب ترهګر یوه عراده دینا موټر،۱۱۰ میله کلاشینکوف،۶۹ میله تفنګچه د ۱۶۸ پارسل مرمیو سره چې د سنایپر میل ورته لږیدلی وو هم له ځانه سره درلودل.
په همدغه حال کې ویل کیږي چې دغه سړي اعتراف کړی دی چې د طالبانو د ترهګرې ډلې د مهماتو د لیږد رالیږد مسؤول دی او غوښتل یې چې خپل مهمات ددې ترهګرې ډلې د مشرانو په لارښوونه د غزني ولایت څخه د پکتیکا ارګون ولسوالۍ ته ولیږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ترهګرې ډلې څه وخت مخکې اعلان کړی وو چې د الخندق په نوم خپل پسرلني عملیات پیلوي.