په سوریه باندې د لویدیځ برید په انسانیت برید دی
په هندوستان کې د اسلامي علماوو د تنظیم سازمان منشي مفتي اشفاق حسین قدري غرب په سوریه باندې په تیري محکوم کړ او د امریکا او د هغې د متحدینو توغندیز برید یې په انسانیت برید وباله.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې دې مفتي د شنبې په ورځ د خبریالانو سره په خبرو کې د بشار الاسد له لوري کیمیاوي حمله چې په ځانګړي ډول په سپینو کلاګانو ترسره شوه ټولې نړۍ ته دروغ ویلي دي.دغه سپین کورونه وو چې د جبهه النصره ترهګرې ډلې په ملتیا یې په سوریه باندې کیمیاوي حمله ترتیب کړه.
مفتي حسین د منځني ختیځ په نورو هیوادونو د غرب د تیري په اړه وویل چې عراق او لیبیا به هم ددغه دروغو خبرونو په دلیل په جګړه کې ښکیل شي.
هغه ددې ترڅنګ چې د لویدیځ د تیري سره یې خپل مخالفت څرګند کړ اعلان یې وکړ او ویي ویل چې د علماوو د اسلامي تنظیم سازمان امریکایي،اسرائیلي،فرانسوي او انګلیستاني تولیدات حرام ګرځولي دي.
نوموړي په دوام کې وویل چې امریکا او اروپا د خپلو سیاستونو په تعقیبولو سره د تل لپاره د اسیا او افریقا په له مینځه وړلو کې دي مګر ټول اسیایي هیوادونه چې د هغې له جملې څخه هندوستان باید د یوالي له مخي د امریکا او د هغې د متحدانو ځواب ورکړي.
مفتي قدري په وروستیو کې د ترهګرۍ او غرب پر وړاندې په جګړه کې د سوريي او ولادیمیر پوتین د بریا غوښتونکی شو.
امریکا د خپلو متحدینو سره یو ځای د شنبې د ورځي په اوږدو کې د سوریي دمشق او حمص د نظامي حملې لاندې راوستل چې د سانا د راپور له مخې د متجاوزینو ټول ویشتل شوي توغندي د حمص د لویدیځ په ۲۴ کیلومترۍ کې د دنحه په سیمه کې نسکور کړل شول.
دغه تیري د کیمیاوي حملې په بهانه په دوما صورت ونیو چې ددې دعوې هیڅ اسناد پیدا شوي نه دي؛ مګر امریکا،فرانسې،او انګلیستان په سوریه باندې برید ته لاس واچوه.