د مخابراتو وزیر او د هغه ددفتر رییس څارانوالۍ ته معرفي شول

اطلاعاتو ته د لاسرسي د نظارت کمیسیون د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزیر او دهغه رییس د قانون ماتولو په دلیل محکمې ته معرفي کړي دي.
اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پنجشنبې په ورځ رسنیوته وویل چې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي او د هغه د دفتر رییس په دې دلیل چې د ” افغانستان ما”ورځپانې خبریال سره یې مالومات شریک کړي نه وو څارنوالۍ ته ورپیژندل شوي دي.
د کمیسیون یوه غړي ددې خبر د تایید ترڅنګ د دمخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزارت په کم کارۍ تورنوي زیاتوي چې دې وزارت لا تراوسه ” د اطلاع رسونې مسوول مرکز” نه دې رامنځته کړی.
د کمیسیون دا غړی زیاتوي چې مونږ ددې مخالفینو مکتوب لوې څارانوالۍ ته لیږلی دی او اوس په لویه څارنوالۍ کې د کار لاندې دی چې څه کوي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپورونو له مخې د افغانستان یوه خصوصي رسنۍ د د ټلیفونونو د مالیاتو په اړه د خپل راپور د چمتو کولو په غرض د مخابراتو د وزیر دفتر ته ورځي ویل کیږي چې ددې ترڅنګ چې د هغه سره مالومات نه شریکیږي ددغه خبریال سپکاوې کیږي.
ددې قانون له مخې ټولې رسمي ادارې رسنیو ته د اول لاس د اطلاعاتو د شریکول مسوول دي او هر وګړی اطلاعاتو ته د لاسرسي صلاحیت لري،چې د اطلاعاتو د شریکولو څخه سر غړونه کوي قضایي نهادونو ته به وروپیژندل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *